د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په مرکز کابل کې د اسلامي امارت د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته څلور ورځنی روزنيز سمينار پيل شو.
د ياد روزنيز سمينار کې د خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي ويې ويل چې مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده د نظام کاري ژمنتيا، تعهد، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي، سرپرست حکومت د ډېرو محدوديتونو سره هم په تېرو شاوخوا دريو کلونو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زمونږ او ستاسې مسؤليت دی.
ښاغلي مولوي مهاجر فراهي زياته کړه چې د هري ادارې وياند بايد د خپلې اړوندې ادارې او فعالیتونو په اړه مکمل معلومات ولري، هر وياند بايد د خپلې اړونده ادارې معلومات رسنيز کړي، دقت او سرعت بايد په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه اړيکې ولري.
دیدگاه تان را بنوسید