لیکوال:مولوي احسان الله حارث
مبارزه وروره! مزل مو سخت دی! ډېرسخت دی! دومره چې فکر کــوي ترهغه هم سخت دی، مخته ډېــره لاره پاته ده، پاسه! په کلک عــزم اوهمت مخ ته ځه! دلوړو غرونو پــر لاخونو اوڅوکو مزل دی، پدې مزل کې چې کومو وسائلو او مهمو توکو ته اړتیاده ټول له ځان سره را واخله! هغه وسائل چې په ستونزو او کړاوونو کې دي په کار سي، ځکه د غرڅوکو پیاده مــزل ډېر څه ته اړتیا لري، هــو! پدې مــزل کې د وسائلو تر څنګ کلک عزم، اخلاص او همت ته اړتیاده، چې کړاوونه اوستونزې مو مزل ټکنی نه کړي، راځئ منزل ته د رسیدو په تمه ګړندي ګامونه واخلو!
پوهېږئ دا ستونزمن مــزل څه شی دی؟!!
د زوریدلي،کــړیدلي هیواد د پــرمختګ او پــر پښو درولو مـــزل یادوم !!!
لاره ډېـــره پاته ده، هیوادمو ځان بسیاینې ته اړتیا لري، هــر وکړئ یې باید د علم په زیور سمبال وي، په تعلیمي، اقتصادي اوسیاسي ډګر کې دغه زوریدلی هیواد د پــرمختګ او ترقۍ اسمانڅک ته ورســوو، په دین ،عقیدې او حریت سمبال متحد ملت ولــرو، هــرځل چې دلته یرغلګر راغلي دي، ډېــرخلک یې په فکري وسله ژوبل کړي چې اوس هم د عقیدې له اړخه ډېر ناروغان په هیوادکې لرو ، ځینې تــراوسه په غلامۍ ویاړي اوځیني د څو ډالرو په بدله کې دځان خرڅولو معاملې ته تیار دي.
نو راځــئ! خپلې مبارزې ته دوام ورکـــړو، هغه رسنیو چې زما او ستا د ځوانانو فکرونه ګډوډ کړي، په وړاندي یې په پوره اخلاص اومتانت کلکه مبارزه وکړو، قلم په لاس کې واخلو او ملت پوه کــړو چې هېڅکله غربي رسنۍ زموږ اوستاسو د دین، هیواد او نظام په ګټه نشرات نه کوي.
مبارزه وروره!
همدا مو مسؤلیت او ټاپ هــدف دی.
دهدف لار غلطه نه کړي ای اتل زلمیه
ای دمــــــــــــــــــــــــــــــــورچل زلمیه
د شهیدوینې دي په لار څاري دي پل زلمیه
ای د مــــــــــــــــــــــــــــــــورچل زلمیه
دیدگاه تان را بنوسید