مجاهد او اختر

لیکوال: صابر جان محصل

د مني فصل ؤ او زموږ د کور يو ديوال باران نړولی ؤ پلار مو د نړيدلي ديوال په خټو مصروف ؤ او زموږ يوه ورور د ديوالۀ په بيا رغولو کي له والد صاحب سره همکاري کوله زه هم ماشوم ووم خو د خپل وس په اندازه مې د ديوال په رغولو کې ونډه اخستې وه.
زه ورور او يو مې ورارۀ ؤ په خټه کې ختلو چي د کلي له بر سر څخه د ملا محمد ګل جوزجاني بايپور ډاډسن موټر راښکاره شو، پر تور بايپور موټر سپين په کليمه مزين بيرغ رپيدۀ او موټر زموږ خواته راغی، او نړيدلي ديوال ته په ۲۰ متره فاصله کي ودريد ملا محمد ګل جوزجانی د هغه يو بل مجاهد ملګری له موټره راښکته شول او زموږ خواته راغلو،
ملا محمد ګل جوزجانی ډير خوش مزاجه او خندرويه انسان ؤ او اللّٰه تعالی يو عجيب شجاعت ورکړی ؤ.
چي کله موږ ته رانيږدي شو له سلام ويلو ورسته يې زموږ والد صيب ته وويل کاکا دا خو سم تکړه يې او ديوال دي هم ډير خوندور وهلی! والد صيب مو ورته وخندل او ورته ويل چيرته روان يې؟ له خيره مجاهد محمد ګل جوزجاني ورته وويل کندوز ته ځم له ملګرو سره څوک نشته.
دا هغه وخت ؤ چي د تير امارت په مهال د تخار او د کندوز تر منځ د اسلامي امارت د ځواکونو او د مسعود د باغيانو تر منځ خط پروت ؤ او د جنګ ګرم سنګرونه ؤ.
پلار مو ملا محمد ګل جوزجاني ته وويل چي اختر ته دری څلور ورځې پاته دي اختر به دي تير کړی ؤ بعد له اختره به تللی وې! جوزجاني صيب په ځواب کي ورته وويل چي د مجاهد اختر خو په سنګر کي هم ښه تيريږي يو څه خواږۀ او کلچې به را واخلو له ملګرو سره په ګډه به په سنګر کي اختر ولمانځو دا يې زموږ اختر.
د موټر له ټيپ څخه د ملا فقير محمد درویش او د سراجي صيب په غبرګو اوازونو د ترانې غږ راتلۀ چي جوزجاني صيب زموږ والد صيب ته غيږ ورکړه زموږ والد صيب جوزجانی صيب د مخ پر دواړه خواوو ښکل کړ او رخصت يې کړ.
موږ ماشومانو ته جوزجاني صيب څو روپۍ راکړې او د موټر پر لور يې ګړندي ګامونه واخيستل او روان شو.
د والد صيب څهره څه خپه غوندي ښکاريده او ويل يې چې کاش اختر يې دلته له موږ سره تير کړی ؤ.
زه په دې نه پوهيدم چي د اختر په خوښيو کي د کور اهل او عيال هجر څومره دروند وي؟

ورځ د اختر کي دي ساتلي سنګرونه وا اشنا
سلامونه وا اشنا، سلامونه وا اشنا

له کلي څخه د جوزجاني صيب همدا وروستی رخصت شو چي بيا راستون نه شو او دوه مياشتې وروسته د تخار په اشکمش ولسوالۍ کي له دښمن سره په مخامخ تعرض کي په شهادت ورسيد.
او ناوې کونډه او يو وړوکی ماشوم حامد ګل يې تر شاه پريښودل.
کلونونه تير شول زه هم زلمی شوم او پر هيواد مو د غرب خونخوارو يرغلګرو يرغل راووړ موږ ته هم له کوره سلګونه کيلومتره لري الله تعالی د جهاد په سنګرونو کي د اختر د تيرولو سعادت رانصيب کړ.
اختر مو په سنګر کي له داسي مجاهدو ملګرو سره تير کړ چي ځيني پکي د کلونو له کوره مسافر مجاهدين هم راسره ملګري ؤ.
دغه اختر مو په ژوند کي ځکه ځانګړی اختر ؤ چي د جهاد غوندي د اللّٰه تعالی په عظيم عبادت کي راباندي تيريدۀ.
ماته په دې اختر کي د صحابه کرامو رضي اللّٰه عنهم اجمعين هغه اخترونه سترګو ته دريدل چي دوي به له خپلو هيوادونو څخه سلګونه ميله لري د روم او فارس له امپراتوريو سره په جهاد او معرکه بوخت ؤ او د اسلامي نظام له قلمرو به يې دفاع او د نړۍ تر نورو ملتونو به يې د اسلام د رسولو هڅې کولې.
د نن ورځې هغه مجاهد چې د اسلامي نظام او د هيواد له سرحداتو خڅه د اختر په مبارکو شپو ورځو کي ساتنه او دفاع کوي هغوي د حضرت خالد بن وليد
او د حضرت ابوعبيده بن جراح رضي اللّٰه عنهما د امت د سترو سپاه سالارانو په پلۀ روان دي چي اجر به يې پر لوي رب جل جلاله او حشر به يې د امت له سترو شخصيتونو سره وي ان شاءالله.
ای د دين هيواد او د ارزښتونو ساتونکيه! مجاهد!
تاسو اللّٰه تعالی د خپل دين د ساتنې لپاره غوره کړي ياست،
چي دا ډير لوي سعادت او شرف دی.

وه د سنګر طالبه مبارکۍ ته به درځم
د اختر ورځې دي مخ دي له دوړو پاکوم

۹ فروردین | 6 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې

لیبلونه:

دیدگاه تان را بنوسید