ليکوال: عتيق الله زهير
څو ورځي مخکي يو راپور خپور شو چي د سوريې په «سويداء» سيمه کي د «الدروز» په نوم يوې فرقې وروسته له هغي پاڅون کړی، چي د سوريې حکومت له خوا د ابراهام تړون رد کړای شو او څو اهل سنت ځوانان يې هم اختطاف کړي، راځئ دروز و پېژنو چي څوک دي؟ عقايد او افکار يې څه دي ؟ چا ، څنګه او چېرته د دې فرقې بنسټ اېښی؟…
دروز يوه عربي ديني فرقه ده چې په سوريه کې د دمشق شاوخوا او د حوران په غرونو کې، همداراز په لبنان او اشغال شوې فلسطين(اسراییل) کې ژوند کوي. د دې فرقې بنسټ محمد بن اسماعيل الدرزي (چې په نشتکين هم مشهور دی) د ۱۱م ميلادي پېړۍ په ترڅ کې اېښی دی. دوی ځانته ځانګړی بيرغ لري او د دې فرقې د پيروانو شمېر(په هغو کسانو سره چې اروپا، امريکا يا لوېديځه افريقا ته کډه شوي) شاوخوا يو نيم ميليون تر دوو ميليونو کسانو ته رسېږي.
تعريف:
« الدروز » يوه باطني فرقه ده چي فاطمي خليفه الحاکم بأمر الله خدای ګڼي او د هغه پر وړاندي د الوهيت عقيده لري، د دوی عقايد د مختلفو دينونو او نظريو ګډ ترکيب دی چي دوی هڅه کوي خپل عقايد له خپلو عامو وګړو پټ و ساتي او حتی خپلو ماشومانو ته هم تر څلويښت کلنۍ خپل عقايد نه ورزده کوي.
د دې فرقې د پيل وخت، ځای او مؤسس:
د دې فرقې اصل بنسټ په مصر کي د شپږم فاطمي خليفه الحاکم بأمر الله چي د ۹۹۶-۱۰۲۱ ميلادي پوري يې واکمني کوله رسېږي؛ چي بنسټ يې محمد بن اسماعيل الدرزي(چي نوم يې د« اولاد درزة» له نوم څخه اخيستل شوی يعني د جامو ګنډونکو اولادونه) له خوا اېښودل شوی چي د نشتکين په نوم هم پېژندل کېږي.
بعضي مراجع دا ثابتوي چي د دروزو بنسټ د حمزة بن علی بن محمد الزوزني له خوا اېښودل شوی چي د ۳۷۵ هـ څخه تر ۴۳۰ هـ پوري ژوندی و، دا هغه کس و چي په لومړي ځل يې په کال ۴۰۸ هـ کي اعلان وکړ چي په الحاکم بأمر الله کي د الهي روح تجلي شوي؛ او دا عقیده يې خلکو ته وړاندي کړه، حمزة هغه څوک و چي وروسته يې بيا په دې عقيده کي کتابونه هم و ليکل.
د دې فرقې دعوت له ۱۰۱۷م کال څخه شروع تر ۱۰۴۳م کال پوري يې دوام و کړ او له دې وروسته د دې فرقې دعوت پای ته ورسېد، دروازه يې د تل لپاره بنده شوه، يوازي هغه چاته پاتي شوه چي له پخوا د دې عقيدې پلويان ول؛ اوس هيڅوک دې فرقې ته نشي ورتلای تر څو له پخوا دروزي نه وي.
اجتماعي جوړښت:
د دروزيانو ټولنه درې برخي لري العقل: هغه کسان چي د دوی په دين کي پوهاوی لري او ساتنه يې کوي دوی په دريو برخو وېشل شوي رؤسا، عقلاء او اجاويد.
الاجاويد: هغه کسان چي په ديني اوامرو پوه وي او ځان يې ورته پابند کړی وي.
الجهال: عام وګړي چي په دين کي پوهاوی نه لري.
سياسي وضعيت:
دروز فرقه چي په سوريه کي ګڼ شمیر نفوس لري په سوريه کي د أسد د ظالم رژيم له نسکورېدو وروسته د ابو محمد الجولاني« أحمد الشرع » له حکومت سره ژور اختلافات لري، چي په دې وروستيو کي د سوريې حکومت له لوري د ابراهام تړون د رد په عکس العمل کي پاڅون يې تر ټولو ښه مثال بللی شو.
همدا شان په سوريه کي دروزيان له پراخ اسراييلي ملاتړ هم برخمن دي چي وخت په وخت په سوريه کي د اسراییلو د بمبار سبب هم شوی…
افکار او عقايد:
د الحاکم بأمر الله په الوهيت عقيده لري، له انبياوو، رسولانو، قرآنکريم، جنت، دوزخ، ثواب او د عذاب منکر دي، همدارنګه دوی حمزة بن علی الزوزني مسيح بولي او د دوی له عقيدې مخکي ټول اديان منسوخ ګڼي، دوی له قرآنکريم منکر دي او د سلمان فارسی رضي الله عنه له خوا يې ليکل شوی چبولي او خپل مصحف هم لري چي نوم يې « المنفرد بذاته » دی؛ د اسلام عقايد او عبادات نه مني، دوی باور لري چي الحاکم بأمر الله ( چي دوی ورته د الوهيت عقيده لري ) پنځه انبياء را لېږلي چي حمزة، اسماعيل، محمد الکلمه، ابوالخير او بهاء دي دا پنځه کسان د دوی د دين بنسټ اېښودونکي شمېرل کېږي او ځيني نور عقايد هم لري چي راوړل يې مقاله درازوي که څوک غواړي چي د دوی ټول عقايد و پېژني نو په دې اړه کتابونه شته هغوی ته دي مراجعه و کړي.« نعوذ بالله من ذلک »
مقدس کتابونه:
د دروزو فرقې تر ټولو بنسټيزه مجموعه « رسائل الحکمة » نومېږي چي ۱۱۱ رسالې لري او پکي د دوی د عقيدې ټولنيز او اخلاقي اصول، عبادات، د الحاکم الوهيت، د حمزة نبوت او له نورو ادیانو سره تعاملات ليکل شوي، دا ليکنې د دوی د سترو مشرانو له خوا شوي چي ځيني يې حمزة، اسماعيل التميمي او بهاءالدين السموقي ليکلي همدارنګه يوه ليکنه پکي الحاکم بأمر الله ته هم منسوبه ده او ځيني ليکني بې نومه دي، دا ليکنې د دوی د ديني لارښود حيثيت لري او د دوی د عقيدې بنسټيز اصول ګڼل کېږي.
که څه هم د دوی له خوا هڅه کېږي تر څو دا ليکنې پټې و ساتي او عامي نشر نشي خو په دې ورستيو کي عامو خلکو ته هم د لاسرسي وړشوي دي.
همدارنګه يو بل کتاب « المنفرد بذاته » دی چي دوی ورته « نعوذ بالله » د قرآن په څېر عقيده لري او دا کتاب عموماً له عامو خلکو پټ ساتل کيږي يوازي عقلاء چي د دوی په دين کي يوه ډله خلک دي هماغه کولای شي دا کتاب و ګوري.
يو بل کتاب چي « الظهور التناسخ الجعفر » نومېږي په دې کي د دوی د روحانيونو څه مسائل شتون لري چي د دوی له خوا پټ ساتل کيږي.
سر شمېرنه او ميشت ځايونه:
د ځينو سر شمېرنو له مخي په نړۍ کي له ۸ لکو څخه تر ۲ ميليونه دروزيان شتون لري چي ډېره برخه يې په سوریه ، لبنان ، اردن او اشغال شوي فلسطین ( اسراییل ) کي اوسېږي ، په ځينو نورو هيوادونو کي هم دروزيان شتون لري لکه امريکا ، کاناډا ، استراليا ، وينزيويلا ، المان او کولمبيا تر ټولو ډېر يې په سوريه او تر ټولو کم يې بيا په کولمبيا کي اوسېږي.
د دروزی فرقې عقايد ، کتابونه او افکار دا ثابتوي چي دا فرقه کاملاً ګمراه او باطله ده د دوی له خوا الحاکم بأمر الله خدای ګڼل ، د قرآن کریم پر ځای نور مقدس کتابونه او بيا هغه پټ ساتل ، د اسلامي اصولو او عباداتو انکار او دې ته ورته نورو عقايدو څخه له اسلام مبارک دين څخه د دوی لري والی او د دې ګمراه او باطلي فرقي بطلان ثابتېږي.
دا فرقه اوس هم د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کي نفوس لري چي تر ټولو ډېر يې په سوريه کي مېشت دي.
په دې مقاله کي هڅه شوي تر څو له معتبرو ماخذونو اسفاده و شي ، چي لوستونکو ته معلومات کره او د باور وړ و اوسېږي. پای
و ما علينا إلاالبلاغ
۲۰۲۵/۵/۶ سه شنبه
مأخذونه:
الموسوعة الميسرة فی الاديان والمذاهب و الاحزاب المعاصرة « د. مانع بن حماد الجهني »
تاريخ المذاهب الاسلامیة « محمد ابو زهره »
طائفة الدروز « د. محمد کامل حسين »
مذهب الدروز والتوحيد « عبدالله النجار »
دراسات فی الفرق و المذاهب القديمة المعاصرة « عبدالله الامين »
مذاهب الاسلامیين « د. عبدالرحمن بدوي »
الجزيرة.
ويکيپېډيا…
دیدگاه تان را بنوسید