لیکوال: منیر فاروقي
هر انسان ضرور د یو چا په شکل/ قواره ځان جوړول غواړي، کومه قواره چې د ده خوښیږي او زړه یې اوبه پرې څکلې وي، چې دا قواره غوره او ښکلې ده، نو هماغسې ځان جوړوي، هماغه پېښې او سټایلونه کوي. په همدې هکله مې یو څو خبرې راټولې کړي او غواړم، چې له تاسو دوستانو سره یې شریک کړم.
د عمر بن شعیب څخه روایت دی چې هغه یې د خپل پلار او پلار یې د خپل پلار څخه روایت کوي او فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې تاسو له موږ(مسلمانانو) څخه پرته د بل چا سره مشابهت مه کوئ او په خاص ډول له یهودو او نصاراوو سره، چې د یهودو اشاره د لاس په ګوتو او د نصاراوو اشاره د لاس په ورغوي ده. الحدیث
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم بل ځای فرمایي: (من تشبه بقوم فهو منهم) الحدیث ژباړه: چا چې له کوم قوم سره مشابهت وکړ، هغه به د هغوی څخه وي یعنې د قیامت په ورځ به د هغوی په ډله کې راولاړیږي.
پورته احادیثو ته په کتو، اول قدم کې خپل ځان او دویم قدم کې زموږ اسلامي ټولنه، ځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومان ته یو نظر وکړئ، چې موږ په کوم حال کې قرار لرو او د چا په شکل/قواره مو ځانونه جوړ کړي.
ډېر د تأسف او خفګان ځای دی، چې زموږ د ټولنې ښځې او نران ټول د یهودو او نصاراوو تر هر رنګه فکري او فرهنګي اغېزې لاندې راغلي او کټ مټ د هغوی تقلید کوي او د هغوي په شکل ځانونه جوړوي.
یوه ورځ د کابل ښار ګلبهار سنټر په جامع جومات کې مې د جمعې لمونځ ادا کاوه، چې فکر مې جومات ته راغلو ځوانانو باندې شو. د دوی لباسونو، قوارو او سټایلونو ته په سوچ کې ډوب شوم، په ځان شکي شوم، چې هلکه! هسې نه کوم خارجي هېواد کې یې، ځکه د یوه ځوان قواره هم د مسلمان او افغان په شان نه وه.
چا ږېرې خریلې وې، چا پکې پټې او موړې جوړې کړې وې، پردی لباس/پتلون او نېکتایي اچول خو عادي خبره وه.
د ملا تقریر او مسایل خو خلکو ته وخت ضایع کېدل ښکارېده او د دعا په وخت کې د ځینو همدغو یادو سټایلو والا خو نږدې وو، چې زړونه یې وچوي. دې حالت لیدلو په یو اسلامي هېواد او اسلامي ټولنه کې په زړه ودردولم، په لمونځ کولو هېڅ پوه نشوم او د اسلامي امت راتلونکي نسل ته سخت خفه شوم، چې راتلونکی نسل څخه به څه شی جوړ شي.
واورئ ځوانانو! که مو په دنیا کې له هر چا سره مینه وه او که له هر چا سره مو ځان مشابه کړ، د هغوی سټایلونه او نخرې مو کولې، بې له شکه چې د قیامت په ورځ به د هغوی سره په یوه صف کې راولاړيږئ.
که د خپل رب، پیغمبر، اسلام او قران څخه نه شرمېږئ، له خپل افغانیت څخه خو لږ شرم وکړئ او له دې پردي کلتور، سټایلو او مشابهت څخه ځانونه وساتئ.(وما علینا الاالبلاغ المبین)
دیدگاه تان را بنوسید