لیکوال: محمد نبي سلطاني
ګناه( د الله جل جلا له او د رسول الله صلی الله علیه و سلم نافرمانۍ) ته ویل کیږي، نو پر همدې اساس له الهي احکامو څخه سرغړونه چي په دنيا کي د بدبختيو او تيارو او په آخرت کي د الهي غضب او ذلت سبب کيږي د بې شمېره آفتونو سرچينه ده.
که وغواړو په مفصله توګه د ګناه منفي اغېزې وشمېرو؛ نو نه سو کولای؛ مګر په لنډه توګه، د ګناه منفي اغیزې په لاندي ډول درسره شریکولای سو:
۱ – ګناه په دٌنيا کي د ټولو مصيبتونو، غمونو او پرېشانیو لامل او سرچینه ده؛
۲ – ګناه د انسان زړه خرابوي او د انسان څخه د انسانیت عالي جواهر غلا کوي؛
۳ – ګناه انسان د ناورین کندې ته غورځوي؛
۴ – ګناه د انسان ژوند تنگوي؛
۵ – ګناه د مصیبت سبب ګرځي؛
۶ – ګناه د انسان عمر کموي؛
۷ – ګناه د زړه د زنګ او توروالي لامل ګرځي؛
۸ – ګناه انسان په چټکۍ سره د مرګ او د تباهۍ کندي ته اچوي؛
۹ – د ګناه له امله د الله پاک او بنده تر منځ حجاب او پرده رامنځته کيږي؛
۱۰ – ګناه د انسان د فلاح او بریا مخه نیسي؛
۱۱ – ګناه انسان د عبادت او بندګۍ له بریا څخه بې برخي کوي؛
۱۲ – ګناه له حلالي روزۍ څخه د محرومتيا او د برکت د ختمېدلو سبب ګرځي؛
۱۳ – ګناه یو ډیر لوړ دېوال دی چې د خدای د ملګرو په صف کي د ګناهکارانو د ننوتلو مخه نیسي؛
۱۴ – ګناه انسان د رب العالمین له رحمت څخه نا امیده کوي؛
۱۵ – ګناه انسان د ایمان له حلقې څخه بهر کوي؛
۱۶ – ګناه د خدای د غضب سبب ګرځي؛
۱۷ – ګناه د الهي عذاب سبب ګرځي؛
۱۸ – ګناه د عبادت نورانيت ختموي او په ثواب کي کموالی راولي؛
۱۹ – د ګناه نو بدي اغېزې نورو خلگو، حيواناتو او مرغانو ته هم رسېږي؛
۲۰ – د ګناه له امله انسان په ټولنه کي خپل شخصیت له لاسه ورکوي.
دیدگاه تان را بنوسید