لیکوال: نثاراحمد الیاس
د اسلامي امت د یو والي لپاره باید پوره هڅه وسي، دا چې ورځ تر بلې حالات ترینګلي کيږي او قدرتونه لګیا دي چې خپل مشخص اهداف ولري او لا دا لړۍ کړندې وساتي ترڅو د دې حالت څخه په کار اخیستلو خپلو زهرجنو موخو او ټاکلو مزلونو ته ښه په اسانۍ ځان ورسوي نو دا د نن ورځې حاکم وضعیت دا فرض وي چې د امت د یو والي لپاره باید او باید کوټلي، کړندي او چت ګامونه واخیستل سي، دا حالت ټول مسلمه امت ته د فدا کارۍ مسئولیت ور سپاري، په کار ده چې د امت هر فرد خپل موخه لا مشخصه او تمرکز پر وکړي.
ګړی غنیمت وګڼي او خپل پاک هدف او ارمان ته په پوره توان کار وکړي ترڅو یې مسئولیت بیا ادا کړی وي.
یو څه چې اړین دي هغه دا چې د اذهانو د تخریب لپاره کار سوی او لا هم دا کار کیږي، دې کې د اسلامي امت د مبارزینو په تول پوره خواري په کار ده چې د اذهانو د بېرته جوړېدو او راتلونکي کې یې ساتنه وکړي، د نوي نسل لپاره خپله حقه تګلاره په ګوته کړي په اوسني حاکم حالت کې امت بیدار و ساتي.
دیدگاه تان را بنوسید