لیکوال: نثاراحمد الیاس
د زمري 24 مه د ستر بدلون او د یوې لویې قیمتي بریا ورځ ده یاده ورځ کې د نړۍ پر سر حاکم زورواک پوځ او غلامانو یې سخته تاریخي ماته وخوړل چې تاریخ به یې دا ماته د مرګ په کچه او د دړي وړي کېدو سبب ولیکي ان شاءالله.
یاد تاریخ کې د کلونو کړېدلي غیور افغانان خپل د خدای ج په فضل او د خپل مټو په زور د وختونو ارمان ته ورسېدل.
همدې تاریخ کې نړۍ ته یوځل بیا دا ښه ثابته سوه چې غیور افغانان هیڅ کله د پردیو غلامي نه مني او د هر زبر ځواک جواب ښه په تول پوره ورکولای سي.
د زمري 24 مه په همدې تاریخ کې د ستر بدلون شاهدان وو
د زمري 24 مه دا ورځ د زرګونو یتیمانو، کونډو د ارمان د پوره کېدو ورځ ده
د زمري 24 مه یاده ارزښتناکه ورځ د زرګونو شهیدانو د قربانیو پایله ده
د زمري 24 مه د اشغال د خاتمې او د افغانانو د استقلال ورځ ده
د زمري 24 مه د غیورو افغانانو په تاریخ کې یو زرینه او د ویاړونو ډکه ورځ ده
د زمري 24 مه یاد تاریخ د افغانانو د ستر ارمان د پوره کېدو ورځ ده
زمري 24 مه یوځل بیا افغانانو خپل د غیرت تاریخ غني کړ.
یاده زرینه ورځ دې ټولو مسلمانانوته د زړه له کومي مبارک وي.
دیدگاه تان را بنوسید