د افغانستان دولت د هېواد د خاورې ساتنې ته ژمن دی

لیکوال: قاصد افغان

نن ورځ ډیری هیوادونه د خپلواکۍ ادعا کوي، سره له دې چې د دوی سیاست او حکومت د امریکا یا روسیې تر اغیز لاندې دی ورسره بیا هم د ازادۍ شعارونه ورکوي، داسي خپلواکي چې په بشپړه توګه د پوتین او ټرمپ د کابینې په پالیسي او سیاست پورې تړلې ده، او دوی ته د سیاست او حکومتولۍ ډولونه تشریح او تعریفوي، او اغیزمن هیوادونه یا استعمار شوي هېوادونه سمدلاسه د دوی سیاست او پالیسي د پلي کولو په هڅه شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تل یې د خپلواکۍ ورځ نمانځله، خو د دغه هېواد سیاست، حکومت او ځمکې د غربي هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان د واک او تسلط له امله اغېزمنې شوې وه او د وخت حکومت کوم صلاحیت يې نه درلوښت.

نن ورځ د هیواد وجب وجب خاوره تر ټولو خوندي حالت کې دي او د سرغړونکي او تیري کوونکي سره په سیاسي او نظامي ډول چلند کیږي.

د سیمې او نړۍ هېوادونه باید پوه شي، چې اوس په دې هېواد کې داسې حکومت حاکم دی، چې د تېري، بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او له هېواد سره خیانت ته زړه نه ښه کوي او د نظام او خلکو له مخالفینو سره جدي چلند کوي.

۲۳ دی | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید