لیکوال: قاصد افغان
څرنګه چې انسانان هدفمند او هوښیار موجودات دي؛ نو دوی هڅه کوي چې د خپلو دنیاوي او نورو مادي موخو د ترلاسه کولو لپاره مختلف او حتی نوي میتودونه وکاروي.
د انسان د پیدایښت له پیل راهیسې تر اوسه، انسانانو تل د ښه ژوند کولو، خوند ځیني اخیستل او خوړلو لپاره ډیر کشفونه يې کړي دي او ورسته د وخت په تيريدو سره ډیر نوې شان يې اختراع او نوي تیورۍ یې وړاندې کړې دي.
باید پوه سو چې ټول انسانان، د خپل ژوند په هره مرحله او برخه کې، له خوښیو، نعمتونو او سختیو سره مخ دي چې کله د ژوند د تريخوالي او کله هم د ژوند د خوږوالي لامل ګرځي.
د یو مسلمان په توګه، موږ باید د مادي شیانو سربیره روحاني او معنوي شیانو ته لکه مونځ، تلاوت د قرآنکريم، روژه او نورو ته هم پام وکړو، او د ژوند په لوړو او ژورو کې شکر وباسو، او د ژوند په لوړو او ښکته کې صبر وکړو، ترڅو د خدای د یادولو او شکر کولو سره سره، زموږ په ژوند کې خیر او برکت راسي.
دیدگاه تان را بنوسید