لیکوال: صابر جان محصل
انسان د ژوند له لومړنيو پړاونو څخه د بريا په لټه کي وي او غواړي چې په راتلونکې کي يې بريا په برخه شي، ځيني د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او اکثره يې بيا يوازې په خيالونو او د بريا د خوبونو په ليدلو بسنه کوي، او فکر کوي چي بريا به غيبي ترلاسه کوي.
مطلب بریا د هر انسان ستر ارمان او هدف دی، خو دا ارمان یوازې هغو کسانو ته نصیب کېږي چې د هغې لپاره هڅې کوي، زحمت باسي، او د ژوند له ستونزو سره مبارزه کوي.
بریا یوازې اتفاقي نه ده، بلکې د هڅو، صبر، حوصلې، او دوامداره کار پایله ده. که څوک غواړي چې بریالی شي، نو باید ځانګړي اصول، طریقې او لارې تعقیب کړي.
بريا ته د رسيدو اصول:
بریا ته د رسېدو لپاره تر ټولو مهم ګام د هدف ټاکل دي. که انسان هدف ونه لري، نو لار ورکې بېړۍ په څېر به وي، چې د ژوند په توپانونو کې به په ورک ساحل پسي ګرزيږي.
هدف باید مشخص، روښانه او عملي وي، ځکه مبهم او ناممکن هدفونه انسان ته نه یوازې بریا نه شي ورکولی، بلکې د مایوسۍ سبب هم ګرځي.
بریا یوازې د هغوی په برخه کيږي چې مثبت فکر لري او د خپلو ستونزو حل ته د فرصت په سترګه ګوري. هغه کسان چې تل منفي فکر کوي، یوازې شکایت کوي، او د ژوند سختیو ته تسلیمېږي، هېڅکله بریالي نه شي کېدای. مثبت فکر انسان ته جرئت ورکوي، او د ستونزو په حلولو کې ورسره مرسته کوي.
د سختيو زغمل:
په نړۍ کې هېڅوک بې له زحمت څخه بریالی شوی نه دی. هره لویه بریا قرباني غواړي. که څوک غواړي چې د ژوند په کومه برخه کې پرمختګ وکړي، باید دوامداره کار، زحمت او حوصله ولري. بریالي خلک هېڅکله د لنډې لارې لټون نه کوي، بلکې د سختو مرحلو تېرېدل مني، لکه د جنت لار چي په ازغيو پټه ده او د جهنم لار په په خوندونو، بريا ته د رسيدو په لار کي ناکامي منل هم هدف ته د رسيدو يو مهم اصل دی، خو ناکامۍ ته تسليمي بيا هدف ته د رسيدو په لار کي خنډ بلل کيږي، لکه هغه بعضي خلګ چي وايې
ناکامي د بریا لومړنۍ زینه ده. هغه کسان چې له یوې ناکامۍ وروسته ناامیده کېږي، او هڅه پرېږدي، هېڅکله خپلو موخو ته نه رسېږي. بریالي خلک له ناکامیو زدکړه کوي، خپلې تېروتنې اصلاح کوي، او له نویو تجربو سره بېرته مخته ځي.
د وخت ارزښت په نظر کي نيول او مهارت لوړول:
بریالي خلک يواځې دا نه چي وخت ته د ارزښت په نظر ګوري، بلکې د هرې شېبې حساب کوي. د وخت مدیریت، د ورځنیو چارو تنظیم، او د بي ګټو کارونو څخه ډډه کول د بریا مهم عناصر دي. که څوک غواړي چې بریالی شي، باید خپل وخت د ارزښتمنو کارونو لپاره وکاروي.
بریا یوازې د طبیعي استعدادونو په وسیله نه، بلکې د دوامدارو زده کړو او مهارتونو په پراخولو ترلاسه کېږي. د هرې برخې متخصصین هغه کسان دي چې خپل مهارتونه لوړوي، مطالعه کوي، او د نوو شیانو او تجربو زدهکړې ته چمتو وي بریا ته رسېدل د یوې ورځې یا یوې اوونۍ کار نه دی. که څوک غواړي چې لویې موخې ترلاسه کړي، باید اوږدمهاله زحمت ته چمتو وي.
صبر، استقامت، او د ننګونو زغمل د بریا لپاره اړین کار دی:
بريا ته د رسيدو لپاره يو بل اړين کار د برياليو ملګرو انتخاب دی بریالي خلک تل د بریالیو خلکو په منځ کې وي، له هغوی زدکړه کوي، او له هغو خلکو سره اړیکې جوړوي چې ورته مثبت فکر ورکولی شي. که څوک غواړي چې لوړ اهداف ترلاسه کړي، باید له هغو خلکو سره ملګرتیا وکړي چې مثبت الهام ترې تر لاسه کيږي بریا ته رسېدل د چمتووالي، سخت کار، حوصلې، او مثبت فکر نتیجه ده. که څوک غواړي چې په خپل ژوند کې یو ستر هدف ترلاسه کړي، باید د پورته ذکر شوو اصولو پر بنسټ عمل وکړي.
یوازې هغه څوک بریالي کېږي چې خپل هدف ته ژمن وي، له ناکامیو نه وېرېږي، او د دوامدارې هڅې روحيه ولري.
دیدگاه تان را بنوسید