د امریکا د کانګرس کتابتون، چې په ۱۸۰۰ کال کې تاسیس شوی، د نړۍ له تر ټولو لویو او مهمو کتابتونونو څخه ګڼل کېږي او کله ناکله د لومړي مقام لپاره له بریتانوي کتابتون سره سیالي کوي.
دا کتابتون، چې په واشنګټن کې موقعیت لري، ۱۶۱ میلیونه توکي لري، چې په دې کې ۲۴ میلیونه کتابونه شامل دي. د دې کتابتون بودیجه ۵۹۸ میلیونه ډالره ده. د کانګرس کتابتون په واشنګټن، د امریکا په پلازمېنه کې، د کانګرس ودانۍ ترڅنګ موقعیت لري.
دا کتابتون د امریکا درېیم ولسمشر توماس جیفرسن په ۱۸۰۰ کال کې تاسیس کړی. دا د نړۍ تر ټولو لوی کتابتون دی، او د دې ودانۍ په ګنبد لیکل شوي چې دا د نړۍ تر ټولو لوی او خورا لګښتي کتابتون دی.
د کانګرس د کتابتون د کتابونو المارۍ ټول اوږدوالی شاوخوا ۸۵۶ کیلومتره دی، چې ۳۸ میلیونه کتابونه او په ۴۵۰ ژبو چاپي مواد، له ۶۰ میلیونو زیات سندونه، ۱۲.۵ میلیونه انځورونه، ۵.۳ میلیونه نقشهګانې او د نړۍ نقشې، ۵.۵ میلیونه آډیو اسطوانې لري.
دیدگاه تان را بنوسید