د اسلامي نظام اهداف کوم دي؟

لیکوال: صابرجان محصل

د باچا ظاهرخان د سلطنت په وخت کي د هغه وخت حاکم نظام کمونسټانو ته د خلق او پرچم د ګوندونو تر عنوان لاندي په هیواد کې د سیاسي فعالیت اجازه ورکړه. چي د وخت علماءکرامو او اسلامپالو مبارزینو یې مخالفت وکړ. علماء کرامو چي د کمونیزم د فکر پایلې د منځنۍ اسیا په هیوادونو کي لیدلې وي په دې پوهیدل چي افغانستان ته د کمونیزم په واردیدو به افغانستان د منځنۍ اسیا د هیوادونو په برخلیک اخته کیږي.
دا داسي وخت ؤو چي د منځنۍ اسیا په هیوادونو کي د اسلام په شعائرو هر قسم بندیز لګیدلی ؤو. هغه منځنۍ اسیا چي یو وخت د دیني علومو مرکز یادیدۀ  او په غیږ کي یې د امام بخاري او امام ترمذي رحمهم الله په څیر سترې علمي څهرې ویدې دي. منځنۍ اسیا ته د کمونیستي فکر په صادریدو
نه تنها داچې په یادو هیوادونو کې د اسلام حاکمیت له منځه لاړ بلکي د مسلمانانو حالت تر داسي اندازې ورسید چي لمونځ یې په ښکاره نه شوای کولی. په افغانستان کي هم د کمونیسټانو غوښتل چي کټ مټ د منځنۍ اسیا وضعیت رامنځ ته کړي ځکه خو یې په شعائرالله تمسخر کاؤه کله چي د کمونسټانو  سیاسي فعالیت او هلو ځلو نتیجه ورنکړه بلاخره يې
د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۸ نیټه فوځي کودتا وکړه دا داسي ظالمانه کودتا وه چې په په ۳ کلنو ماشومانو یې هم رحم ونکړ او په ډیر وحشت یې په شهادت ورسول.
کمونستانو د هیواد سیاسي او فوځي قوت تر لاسه کړ او د اسلام موبین دین په وړاندې یې سنګر ونیو اسلام ضد ظالم او احمقانه فرامین یې صادر کړل او د افغانستان له مسلمان ولس څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د دوی د کمونیستي عقایدو فرامینو ته پابند پاته شي.
د هغه وخت علماءکرامو چي د هغوی له جملې یو هم  د کابل د قلعه جواد حضرت صاحب رحمه الله ؤو کمونستي فکر او نظریه یې باطله او کفري نظریه وګڼله.
کمونستانو د خپل کفري فکر د ترویج لپاره د هیواد علماء، روحانیون او نور اسلامپال عام مبارزین زندانونو ته واچول او ځیني یې په ډیر وحشت سره په شهادت ورسول چې بالاخره د دوی د ظالمانه کړنو او د کفري عقایدو په څرګندیدو سره د دوي په وړاندي افغان ولس لومړۍ سوله یر  حرکتونه او مخالفت پیل کړ، کمونستانو ته سوله یز حرکت او تظاهرات هم د منلو نه ؤو په بې وسلې ولس یې هم رحم ونکړ او د زرګونو په تعداد  یې د یادو تظاهراتو ګډونوال په شهادت ورسول.
علماء کرامو چې د کمونیسټانو دغه وحشتونه او له اسلام سره د دوي دوښمني ولیده نو د کمونیستي نظام په وړاندې یې د مسلحې جهادي نظریې فکر خپل کړ او د دوي په وړاندي یې مسلحه جهادي مبارزه پیل کړه.
کمونیزم چې د حق د لښکر په وړاندې ځان کمزوری احساس کړ او روسیه هم په دې پوهیده  چي افغاني کمونستان له ملت سره له مقابلې عاجزه دي نو یې د  اتحاد جماهر شوروي په ملتیا چي د هغه وخت د نړۍ ابر قدرت یادیدۀ په افغانستان پوځي یرغل وکړ.
روسي یرغلګرو په افغان مؤمن ولس هغه ظلمونه وکړل چي چنګیز او تاتار هم نه ؤ کړي افغان مؤمن ولس هم د روسي اشغالګرو او د کمونیزم د کفري فکر په وړاندي لس کاله مبارزه وکړه چې بالاخره یرغل مات او کمونیستي نظام نسکور شو.
په یاده لس کلنه مبارزه کي افغانانو  ۲ ملیونه د سر قربانیو په شمول د هیواد صنعت، زراعت، تجارت، فابریکې، برق، تأسیسات او ګڼ نور امکانات له لاسه ورکړل. لس لکه افغانان معیوب او لس ملیونه نورو هیوادونو ته مهاجر شول. دا دومره لویې قربانۍ او خسارې د دې لپاره نه وې چي موږ له روسانو او کمونیسټانو سره د پولې او پټې په سر لانجه وه بلکي دا د اسلام او د کمونیزم تر منځ د کفر د محوې، له دین هیواد او له ارزښتونو څخه د دفاع مقدسه جګړه وه. د افغان مؤمن ولس د سر او مال قربانۍ جهاد، د متعال رب د رضا او له دین او هیواد څخه د دفاع او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وې. د کمونیزم تر نسکوریدو وروسته چې د قدرتونو په سر په هیواد کي کومې شخړې او انارشیزم رامنځ ته شو دا هم د اسلامي نظام د مخنیوي  او د هیواد د تجزیې لپاره د اسلام د دښمنانو لخوا طرحه شوې ستراتیژي  وه چي اجراییه قوه یې د هیواد  قدرت طلبه عناصر ؤ او د افغان مؤمن ولس له قربانیو او د شهیدانو له ارمانونو سره یې لوبې وکړي.
کله چې افغانستان د انارشیزم د اور په سرو لمبو کي سوځیدو نړیوالو په رڼو سترګو ورته کتل د جنګ تورو سکرو ته یې پکی واهۀ او د جنګ لوبغاړې یې په شا ټپول.
په اسلامي نړۍ او لویه نړۍ کي داسي څوک نه تر سترګو کیدل چي په هیواد کي په بل شوي اور باندي اوبه وشیندي او افغانان یې له شره وژغوري.
په افغانستان کې دغه د ملک طوایفي ۶ کلنه دوره 
له وحشت ډکه او له عدالته لري هغه توره دوره وه چي مثل یې د هیواد په تاریخ کې نه موندل کیږي.
هغه وخت چې هر چا ځان د دغه حالت له بدلون څخه عاجز ګاڼه ( امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد) رحمه الله په یواځي سر د الله جل جلاله په نصرت د دغه وحشت او ظلمت په خلاف مټې رابډ وهلې او د شر فساد په خلاف یې د علماؤو په فتوا جهاد پیل کړ  چي د ۲ کلونو په تیریدو سره یې هیواد له شر فساد څخه پاک او په افغانستان کي اسلامي نظام نافظ کړ.
د اسلامي نظام  په نافذیدو سره په افغانستان کي امنیت او عدالت تأمین شو، هیواد له تجزیې نجات وموند، مرکزي حکومت رامنځ ته او د قدرتونو جزیرې ړنګې شوې. د عثماني اسلامي خلافت له ړنګیدو وروسته د ځمکې د کرې پر مخ ۹۰ کاله وروسته په لومړي ځل د افغانستان په جغرافیې سوچه اسلامي نظام د افغانستان اسلامي امارت په رهبرۍ کي حاکم او رامنځ ته شو.
دا اسلامي نظام د افغانستان اسلامي امارت له ۱۹۹۴ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۰۱ میلادي کال پوري په افغانستان کي حاکم ؤو
دا چې کفري نړۍ ته د ځمکې په هیڅ برخه کې د اسلامي نظام حاکمیت د منلو نه ؤو نو له اسلامي امارت سره یې د تعامل هیڅ اراده نه وه.
افغانستان هغه جنګ ځپلی هیواد  او افغان هغه ملت ؤو چې د کمونیزم له شر څخه یې یواځې افغانستان نه بلکي ټوله نړۍ یې وژغورله پکار خو دا  وه چې نړۍ او خصوصا اسلامي هیوادونو د افغانستان په جوړولو کې هر یوه د خپل وس مطابق برخه اخستي وای بلعکس نړیوالو سازمانونو او امریکا په اسلامي امارت قسم قسم بندیزونه ولګول او اسلامي هیوادونه هم د یادو بندیزونو په وړاندي چپه خوله ؤو.
د امريکا له اشغال مخکي امریکا له اسلامي امارت سره د اسلامي نظام د نفاذ په سر لانجې وې چي ځیني ملاحظات یې درلودل د همدي ملاحظاتو له کبله امريکا په اسلامي امارت غير قانوني بنديزونه لګولي ٶ اسلامي امارت امريکا ته د ستونځو د حلولو لپاره د خبرو بار بار  وړانديزونه  کول.
داچي امريکا د غرورو په نيلي سپور ٶ  او  ا.ا.ا  خپلواک اسلامي  حکومت ورته د منلو نه ٶ 
نو د ا.ا.ا وړانديزونه یې هر بار ردول. 
او  د ١١ ستمبر د بي بنياده  بي ثبوته  پيښي په پلمه يى په افغانستان وحشي يرغل وکړ 
دلته يى په لکونو افغانان شهيدان کړل د افغانستان اسلامي حکومت يى ړنګ کړ 
او په لسهاٶ زره يى خپل عسکر ووژل شول 
او د ځينو سرچينو له قول ۲۸۰٠ مليارده ډالره يى مصرف کړل.
امريکا د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړي په دوام کي د  هيڅ قسم اصلحو له استعماله ډډه وه نه کړه  
حتا د بمونو  د مور  بم په شمول يى په افغانانو هرقسم اصلحې استعمال کړې. 
د ۲۰ کلن جنګ په دوام کي يى قسم قسم جنګي ستراتيژۍ او بيل بيل قوماندانان او عسکر وازمايل. 
بلاخره نه يى زور او ځواک نتيجه ورکړه 
او نه هم د ډالرو باران امريکا د ا.ا.ا د خبرو اپشن ومانه 
او له له اسلامي امارت سره يى د ٩ مياشتو په اوږدو کي ١١ پړاٶه خبرې او بلاخره يې د ٢٠٢٠ ميلادي کال د جنورۍ په ٢٩ نيټه د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کي د سولي تړون لاسليک کړ 
چي د  ١٤ مياشتو په موده کي به ټول اشغالګر فوځونه له افغانستانه وځي. دا هغه وخت ؤ چې د اسلامي امارت  ځواکونو د هیواد په ۸۰ سلنه جغرافیه تسلط درلود.کله چي د اشغالکرو د وتلو وخت راورسید  اسلامي امارت په کابل کي د اشغالګرو له ګوډاګیو څخه هم غوښتنه وکړه تر څو د اسلامي نظام د حاکمیدو له مخالفته لاس واخلي. هغوي چې د ولس له فکر او ارادې ناخبره ؤو  او امیدونه یې په امریکا پوري تړلي ؤو په ځای د دې چې د شریعت غوښتنو او د ولس ارادې ته تسلیم شي د شریعت له غوښتنې یې انکار وکړ او د اسلامي امارت له ځواکونو سره یې په جګړه لاس پوري کړ. اسلامي امارت چي د الله جل جلاله نصرت او د ولس پراخ ملاتړ ورسره مل ؤو په ۹ ورځو کي یې د هیواد د پلازمینې کابل په شمول هیواد ټول ونیو او ګوډاګیان له اشغالګرو سره یوځای په الوتکو کي غربي هیوادونو  ته ولاړل. او لله الحمد په افغانستان کي یو ځل بیا اسلامي نظام حاکم شو.
د اسلامي نظام په راتګ سره اشغال ختم، امنیت تأمین، د خودسریو مخنیوی وشو او افغانان د اسقلال له عظیم نعمت څخه برخمن شول.
یوځل بیا هغه خبره تکراروم چې له امریکا سره هم د روسانو په څیر زموږ د مبارزې علت د پولې او د پټي په سر لانجه نه وه بلکي له دین هیواد او له ارزښتونو څخه د دفاع په خاطره مقدسه جګړه او جهاد في سبیل الله ؤو.  په دې شل کلن ستړي مزل کي هم د افغانستان د اسلامي امارت د سلګونو مشرانو په شمول استشهادیانو، مجاهدینو او عامو افغانانو په لکونو د سر قربانۍ ورکړي.
او د مادې خسارو حساب به په خپل ځای پریګدو. اوس پوښتنه دا ده چي دا قربانۍ، ستړیاوې، کړاوونه او ستونځي اخر د څه لپاره؟
دا ستونځي او له کړاوونو ډک ژوند او د قربانیو سفر د دې لپاره ؤو  تر څو
د الله تعالی پر ځمکه د رب جل جلاله قانون پلی شي،انسانان د طاغوت له بندګۍ څخه خلاس او د خالق لایزال بندګۍ ته را وبلل شي،
شریعت نافذ شي او عدالت قایم شي.
او دا تکلیفونه او کړاوونه د دې لپاره تر څو  د پردیو جاسوسان او د خپل ملت قاتلان او د هیواد پلورونکي او د پردیو ګټوټو ته ژمن عناصر له واک او قدرت څخه لري او په ځای یې له ملت څخه راټوکیدلي د دین هیوان او د ملت په درد دردمن  علماء مجاهدین او مخلص مسلمانان د هیواد سیاسي، نظامي، او د اقتصادي زعامت د مسؤلیت دروند پیټی په سر واخلي.
او مسلمان ولس ته هر اړخیز خدمتونه تر سره کړي. د اسلامي امارت مشران هغه څوک دي چي د ژوند لویه برخه یې په انقلابونو کې له تیریګرو سره په مبارزه کي تیر شوی، او ولس ته یې د قربانۍ، ژمنتیا او د سیاسي ځیرکتیا بریالی امتحان ورکړی. نه یې په ارزښتونو سودا کړې او نه یې هم د دین او هیواد په دفاع کي له قربانیو دریغ. يوې خوا ته په امتحانونو کي دغه بریالي رجال او بلې خوا ته هغه عناصر چې د هیڅ څه په پلورلو یې سرپه ونکړه د سلیم عقل خاوند د دغه دوه قسمه رجالو تر منځ ښه تفکیک کولی شي. د پیغمبر علیه السلام د حدیث مبارک مفهوم دی چي مؤمن باید له یوه غاره دوه ۲ ؤ نه چیچل شي. راځئ! په امتحان کي په دې بریالیو رجالو اعتماد وکړو او د دین او هیواد په رغولو کي مرسته ورسره وکړو او په چارو کي د بریاؤو دعاوې ورته وکړو. اسلامي نظام هغه نظام چي قانون یې سپیڅلی شریعت دی.
اسلامي نظام ټولنې ته د الله جل جلاله له لوري تحفه او عظیم نعمت دی.
په اسلامي نظام کي ژوند د عزت او عفت وي.
اسلامي نظام د عدالت یو مثال او نمونه ده.
اسلامي نظام د الله تعالی د مخلوق هرې غوښتنې او اړتیاؤو ته داسي دی لکه  رنځور ته درمل.
په اسلامي نظام کي د مخلوق ټول حقوق خوندي وی، او په یاد نظام کي واک کوم امتیاز نه بلکه د مسؤلیت دروند پیټی وي.
همدا مسؤلیت مسؤلین ديته اړباسي چي ټولنې د خدمت لپاره ژوند وقف کوي او شپه ورځ د ملت په خدمت کي تیروي.
                                    پای

۲ فروردین | 16 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې

لیبلونه:

دیدگاه تان را بنوسید