د دلوې ۲۶ د افغان ولس د بريا او شوروي يرغلګرو د شکست ورځ

لیکوال: صابر جان محصل

د افغانستان وياړمن تاریخ د قربانیو، زړورتیا، او خپلواکۍ غوښتنې له حماسو ډک تاریخ دی. افغانان تل د ازادۍ پر لاره د سترو زبرځواکونو پر وړاندې درېدلي، د خپل دین، ناموس، ارزښتونو او د خاورې د ساتنې لپاره یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده. د دلوې ۲۶مه يا د (فبروري ۱۵مه، ۱۹۸۹م) هم د همدې ملي مقاومت یوه ځلانده پاڼه ده، هغه ورځ چې د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه له افغانستانه په ټیټو سترګو ووتل او زموږ ملت ته یې د خپلواکۍ یوه بله زرینه بریا ورپه برخه کړه.


د ۱۳۵۸ هـ ش د مرغومي پر شپږمه، شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د خلق او پرچم کمونیستي حکومت یې په زور وساته، او زموږ خاوره یې د خپلو ګټو لپاره د جګړې ډګر وګرځوله. خو دا یرغل افغانانو ته د منلو نه و. د لومړي ورځې څخه، زموږ مؤمن ولس د دې استعماري ښامار پر ضد وسلې ته لاس کړ او د روسانو او د هغوي د ګوډاګيو خلقيانو او پرچميانو پر وړاندې یې یو نه ماتېدونکی مقاومت پيل کړ.


افغان مجاهدین، چې د دیني عالمانو، روحانيونو او قومي مشرانو په مشرۍ یې د یرغلګرو پر ضد سنګرونه نیولي وو، افغان ولس په خپل ایماني قوت او جذبې سره داسې قربانۍ ورکړې چې د نړۍ تاریخ ورته بېلګه نه لري.

د شل لکه (۲ ملیونه) افغانانو سرونه د دې جګړې قرباني شول، خو په قربانيو سره نه تنها دا چي افغانان مات نه شول، بلکې هره ورځ یې پر یرغلګرو بریدونه زیاتېدل، څو یې بالاخره روسان دې ته اړ کړل چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي.


د شوروي اشغال پر مهال، د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خونړۍ جګړې وشوې. د هرات پاڅون (۱۳۵۸)، د کونړ، پکتیا، پنجشیر، او کندهار جګړې، او د کابل پر سنګرونو بېلابېل بریدونه د مجاهدینو د مقاومت څرګندې بېلګې دي. د افغانانو زړورتیا او سرښندنه وه، چې د نړۍ ستر زبرځواک ته یې تاریخي شکست ورکړ.


په همدې لړ کې، د روسانو ستر جنګي ماشین ته دروند مالي او بشري زیان واوښت، د هغوی زرګونه سرتېري ووژل شول، او پای یې د ۱۳۶۷هـ ش د دلوې په ۲۶مه نېټه، خپل وروستی سرتېری له افغانستانه وایست. دا هغه ورځ وه چې د افغانانو له ۱۰ کلنې قربانۍ وروسته د شوروي یرغل ته د پای ټکی کېښودل شو.
د تاریخ پاڼې شاهد دي چې افغانستان د زبرځواکونو هدیره ده. د شوروي اتحاد ماتې یوازې د روسانو لپاره نه، بلکې د هر استعماري ځواک لپاره یو روښانه پیغام دی چې افغانان غلامي نه مني، د پرديو تپل شوې ايډيالوژي نه مني، او هيڅ څوک نه شي کولی چي د افغانانو ازادي سلب کړي.


هر هغه څوک چې د دې خاورې د اشغال خوب ویني، باید د مغرور شوروي اتحاد برخلیک ته وګوري. باید پوه شي چې د دې ولس ایماني قوت، د ازادۍ مینه، او د خپلواکۍ تنده به هېڅکله ماتې ونه مني. که شوروي اتحاد نن د تاریخ یوه ماته امپراتوري ياديږي، که برتانوي استعمار دلته سپک شو، که ۲۰۲۱م کال کې بل زبرځواک هم د شرم له دروازې ووت، دا ټول یو حقیقت ثابتوي: چي افغانستان ته راتګ اسانه خو وتل ترې يرغلګرو ته په درانۀ قيمت او ماتې تمام شوي.


د دلوې ۲۶ یوازې د شوروي یرغل د پای نېټه نه ده، بلکې دا ورځ د هغو ټولو غلامانو، وطنفروشانو، او اجیرانو لپاره یو ستر درس او عبرت دی، چې د پردیو په چوپړ کې خپل دین، ناموس او هیواد خرڅوي.
د ګوډاګيو ژوند ذلت او تباهي وي. خلقيان او پرچميان چې د شوروي یرغلګرو مزدوران وو، فکر یې کاوه چې د روسي ټانکونو په زور به د افغان ولس روح تسخیر کړي. دوی د کمونیزم په نوم، د اسلام، افغاني غیرت، او دودیزو ارزښتونو پر ضد جنایتونه وکړل، مګر پایله یې څه شوه؟
د دلوې ۲۶ تمه یې د ذلت او رسوايی ورځ شوه.
روسانو دوی يې یواځې پرېښودل، او دوی د کډوالۍ، او د ذلت له برخلیک سره مخ شول.


د دلوې ۲۶مه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د نړۍ د ټولو آزادو ملتونو لپاره یوه مهمه ورځ ده، چې د ازادۍ، مبارزې، او د ظالم پر وړاندې د نه تسلیمېدو ستر درس ورکوي. دا ورځ موږ ته دا راښيي چې که ملتونه په خپل ایمان، توکل، او ملي یووالي ولاړ وي، نو هېڅ زبرځواک یې نشي غلام کولی.
دلوې ۲۶مه موږ ته دا درس راکوي، چې خپلواکۍ ته رسېدل ممکن دي، خو ساتل یې تر لاسته راوړلو ډېر مهم دي. افغان ولس باید تل د دې ورځې ارزښت وساتي، د خپلواکۍ اتلان یاد کړي، او هېڅکله د پردیو د غلامۍ زنځیرونه و نه مني.


لله الحمد په هيواد دغه د بريا ورځ داسي مهال لمانځل کيږي چي هيواد مو له پشپړې ازادۍ او د شرعي اسلامي نظام له اقامې برخمن دی.
دا ورځ دي د نړۍ ټولو ازادو ملتونو او خصوصاً افغان غيور ولس ته مبارکه وي.

۲۶ بهمن | 6 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید