په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه

لیکوال: نثاراحمد الیاس

افغانستان اوس مهال تر ډېرو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره يو ښه قوي او ډاډمن بستر دی، افغانستان کې اوس الحمد لله ډاډ من امنیت موجود دی چې د عامو وګړو تر څنګ د شتمنو هم په ښه ډول سر، مال او عزت پکښې خوندي دی او همداراز اداري فساد آن تر صفره رسېدلی، د ګمرکونو لړۍ په يو منظم او شفاف سيستم کې پر مخ روانه ده،  راشه درشه ورځ تر بلې له هېوادونو سره ډېرېږي او ورځ تر بلې ياده برخه کې اسانتياوې د مسئولینو لخوا رامنځته کېږي.
اوس د دې وخت رارسیدلی چې زموږ پانګوال او شتمن وروڼه خپل پانګونې او سوداګريز فعاليتونه په کور د ننه خپل هېواد کې پرته له کومې اندېښنې پر مخ بوزي همداراز دې ته کار وکړي تر څو نور بهرني پانګوال او شتمن هم دلته زموږ هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کړي او راسي دلته خپلې پانګونې وکړې.

۱۴ خرداد | 1 دقیقه
کټګورۍها: اقتصادي
دیدگاه تان را بنوسید