د غزني د کرنې رییس محمد اسماعیل شکیب د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ۲۰ سړې خونې د کچالو او پیازو لپاره، او ۳۰ د ممیزو وچولو لپاره په اندړو، دهیک، مالستان او ناوه ولسوالیو کې جوړېږي. یاده پروژه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د افغانستان د بیارغونې موسسې په تخنیکي همکارۍ عملي کېږي.
چارواکي وایي، دغه خونې به له ۵۰ تر ۵۵ ټنه محصولات زېرمه کولو ظرفیت ولري او د کروندګرو د حاصلاتو د خوندیتوب او بازارموندنې لپاره به مهمه ونډه ولري.
دیدگاه تان را بنوسید