دوهمه برخه
لیکوال: قاري بدرالدین فراهي
ځواب دا دی: هغه چا چې د حقیقي مالک له امر څخه مخالفت وکړ (ابلیس شیطان)، هغه د حقیقي مالک دښمن شو. حقیقي مالک ورته مهلت او وخت ورکړ، او وعده یې ورکړه چې ستا پر لاره که څوک ځي، بیا به یې د قیامت په ورځ له تا سره راپورته کوم. ځکه چې د ټول جهان مالک خو بیا تر هر چا واکدار دی، دغه واکدار بیا بل جهان هم پیدا کړی.
اوس په دې پوهیږو چې انسانان په مجموع کې دوې ډلې شول. یوې ډلې د خپل حقیقي مالک د استازي اطاعت وکړ، او بلې ډلې نافرماني وکړه. د ابلیس لاره یې غوره کړه، ځکه ابلیس دا کوښښ او مبارزه کوي چې خپل پوځ او ډله ډېره کړي، تر څو دوزخ ته یوازې داخل نشي، بلکې د ځان سره نور هم ملګري کړي.
د هغه ډلې په اړه بحث نه کوو چې د خپل حقیقي مالک استازي یې ونه منله او د هغوی اطاعت یې ونه کړ. خپل مسیر یې ځان ته پخپله غلط وټاکه، او جهنم یې ځای شو. پر هغه ډله انسانانو به وغږیږو چې د خپل خالق او مالک د استازي خبره یې ومنله او لبیک یې ورته ووایه. په دې کړنې سره دوی مسلمانان او ایماندار شول. ښه، چې تاسو ایمان راوړ او د الله ﷻ استازي مو ور قبول کړه، ایمان مو پرې راوړ، او د استازي هره خبره ستاسو د قناعت او باور وړ وګرځیده. نو چې دا ټولې خبرې د استازي رښتیا او پر ځای ګڼئ، هیڅ ملاحظه ورباندې نلرئ، او په دې هم باور لرئ چې ملاحظه درلودل هم ګناه ده. نو اوس خو درته معلومه شوه چې ستاسو مالک استازی را ولیږه، او د استازي په لاس یې ستاسو د پاره جوړ او مکمل قانون هم را ولیږه، او تاسو دا دعوه هم کوئ چې دا قانون زموږ قبول دی، او ایمان ورباندې لرو. د دې قانون مخالف کسان هم معلوم شول چې پر بله لار ولاړه، او خپل ټیکاو یا ځای یې په جهنم کې وټاکه.
نو اوس به راشم دې موضوع ته چې د مسلمان لپاره خو جوړ قانون د خپل مالک لخوا ښکاره او په ډاګه شو، او مسلمان په دې مکلف دی چې د دې قانون پوره پیروي او اطاعت کوي. اوس چې په دې هم باور لرئ چې مسلمان د دغه راستول شوي قانون په پلي کولو او عملي کولو سره مکلف دی، او د خپل مالک د هرې خبرې اطاعت هم کوي، او باید دا هر څه ومني، نو په دغه جوړ قانون کې خو دا وینو او څرګنده ده چې دا اخیرنی دین، قانون او پېغمبر استازی دی، او چې تر قیامت پورې بیا بل قانون نه راځي. او په دې خبره هم پوره باور او ایمان لرو چې دا پېغمبر د مالک الله ﷻ رښتنی استازی دی.
ادامه لري…
دیدگاه تان را بنوسید