له ننګونو سربیره د ټاپي پیل د افغان حکومت یوه بله ستره لاسته راوړنه

لیکوال:  حماد شیرزاد

د افغانستان په څیر یو هیواد لپاره په نني حالت کې له وړوکي نه وړوکی پرمختګ هم مهم او هم ګټور دی، تر څو افغانستان په ډیرو شیانو کې پر خپلو پښو ودریږي او نور د پردیو له احتیاجاتو او کیسو څخه خلاص شي، ټاپي هم داسې یوه پروژه ده چې افغانستان ته یې له اقتصادي او سیاسي پلوه زیاتې ګټې شته او ان شاءالله د یادې پروژې په عملي کیدو سره به د افغانستان خاوره کې اقتصاد رشد او تولیدي فابریکې به څو چنده کار زیات او زموږ داخلي تولید او بیا بهر ته صادرات ډیر شي.

د نوي افغان حکومت په راتګ سره که څه هم په هر ډګر کې له سختو ننګونو او بندیزونو سره مخ دی، خو بیا یې هم د خپل سیاسي ځراکت، اقتصادي پوهې او اقتصاد محوره اړیکو پر بنسټ تر ډیره حده کار وکړ او دا به تاریخ له ځان سره یاد ساتي، چې افغانستان ته د افغان حکومت او نظام څومره ګټه رسولې وه او لا یې رسوي، د دغه ننګونو یې یوه ستره ننګونه د ټاپي پروژې پیل وه، چې کلونه یې تش نوم او یوه افسانه غږېدله، خو افغان حکومت دغه افسانه د خپلو منډو ترړو او اقتصاد محوره اړیکو په درشل کې له خوبه راوویسته او د حقیقت جامه یې ورواغوستله.

د ټاپي په اړه به مو حتما معلومات لوستي وي، چې یاده پروژه د ګازو د لیږد یوه بنسټیزه پروژه ده، چې له ترکمنستان څخه شروع، لومړی افغانستان، بیا پاکستان او آن هند ته یاد پایپ لاین غځیږي، چې ټولټال ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له نیم نه زیاته برخه یې ۸۲۱ کیلومتره په افغانستان او پاتې نوره یې په پاکستان او هندوستان کې تیریږي، چې هر کال به د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لیږد وړتیا ولري او د ځینو معلوماتو پر اساس چې په لومړیو لسو کلونو کې به افغانستان هر کال د ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز حقدار وي، بیا په دویمو لسو کلونو کې یو میلیارد متر مکعب او بیا وروسته دا حق پنځه میلیارد متر مکعب ګاز ته جیګ او ممکن دا شمیرې وخت سره تغیر وخوري زیات او یا کم شي، خو په عموم کې به د صنعت او انرژۍ په برخه کې افغانستان ته بیخي زیاته ګټه ورسیږي.

افغانستان له پخوا د فقر او بې وزلۍ په حال کې دی، هر واکمن راغلی او دا هیواد یې لا چور کړی، خو د یادې پروژې په پیل سره به زرګونه خلکو ته د کار زمینه مساعده عملا او زرګونه نور به غیر مستقیما ترینه مستفید شي، د هرات او کندهار چې د هیواد له مهمو ولایتونو او صنعتي ولایتونو څخه دي ګاز ډیر او صنعتي فابریکو ته به د کار زیات فرصت او په ارزانه بیه لاسته ورشي او همدا راز د انرژۍ د تولید تر څنګ به فابریکې د هیواد او بیا د نړۍ په کچه خپل تولیدت وړاندې کوي، چې هیوادوالو ته به یې تر هر چا زیاته ګټه رسیږي. د یو اسلامي نظام چې په سختو شرایطو کې راحیسار او بندیزونه هم پرې وي، د خپل ولس لپاره د اسانتیاو په رامنځته کولو کې دا یو لوی او مهم ګام بللی شو، د رزق وعدې الله تعالی کړي، خو پر بنده باندې اسباب اختیارول هم مهم دي او دا د دنیاوي اسبابو څخه یو مهم سبب دی، په نوره دنیا کې له همدې ګاز څخه د بریښنا تولید کیږي، کارخونې، فابریکې او نور وسایل پرې چلیږي او حتی هر کورته د ګازو پایپ لاینونه تللي او هر کور پرې خپلې اړتیاوې په اسانۍ سره پوره کولای شي او خدای دې وکړي چې د افغانستان مظلوم ولس ته یاده پروژه داسې وګرځي چې هر کور او هر افغان ترینه برخمن شي.

۲۸ شهریور | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید