هدفمند ژوند

لیکوال: صابر جان محصل

انسان د الله تعالى په مخلوق کي تر نورو مخلوقاتو بهتر بلل شوی او الله تعالى انعامات هم پرې لورولي، نطق، عقل او علم هغه څه دي چې الله تعالى يوازي انسان ته ورکړي څرنګه چې د انسان دغه ۳ واړه صفات د الله تعالى په نعمتونو کې پر انسان ځانګړې انعامات دي همدغسي انسان د دغه ځانګړو انعاماتو په سبب تر نورو مخلوقاتو زيات مسؤلیت پرغاړه لري.


څرنګه چې پر انسان د الله تعالی انعامات ځانګړي دي همدغسي د انسان ژوند هم بايد له نورو حيواناتو ځانګړې وي، ټولنیز ژوند د رزق لټون او د اولاد پالنه او روزنه د انسان ځانګړتیاوې نه دي ځکه ځيني حیوانات هم ټولنیز ژوند لري، د الله تعالی پر ځمکه خپل رزق لټوي او د خپلو اولادونو کفالت او روزنه كوې، مرغان خپلو اولادونو ته الوت ورښيې او ځيني نور حيوانات خپل اولادونو ته له وحشي ژويو څخه د ساتنې او نجات تکتيکونه او منډې ورښيې.
که ټولنیز ژوند دی، که د ځان او اولاد تغذیه ده او که د اولادونو پالل دي دا په مخلوق کې د انسان ځانګړنه نه بلکي له نور مخلوق سره د انسان ګډ مشتركات دي.
هغه څه چی انسان له نور مخلوق څخه بيلوي هغه هدفمند ژوند دی.


الله تعالى چې انسان ته پر نورو مخلوقاتو بهتري وركړې هغه يې د انسان د هغو اعمالو په سبب ورکړې د كومو اعمالو او مقاصدو لپاره چي انسان خلق شوی.
په قرآن کریم کی داسې ایاتونه هم شته چی هغو انسانانو ته د حیواناتو ناپوهانو جاهلانو خطاب شوی، کوم چې د الله جل جلا له د اوامرو نافرماني كوې، له پورتنيو وعدينو څخه معلوميږي چي کامل انسان هغه دی چي ژوند یی د یو خاص مقصد او هدف لپاره او تګلاره یی د الهې اصولو له مخي وي.


د انسان د ژوند هدف څه دی؟
الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايې،
و ماخلقت الجن والانس الا ليعبدون.
ژباړه: او ما نه دي پيداکړي پيريان او انسانان مګر د عبادت لپاره .
دلته د انسان او د پيري د ژوند مقصد او هدف ظاهر شو چی انسان او پیری د الله تعالى د عبادت لپاره پیدا شوي کله چې الله تعالی د انسان او د جنياتو لپاره د ژوند مقصد په نښه کوي همدغه وظيفه او عمل د انسان صفت بلل كيږې د همدې صفت په سبب انسان له نورو حيواناتو بيليري.


کله چې انسان او پيرې ته هدف او د ژوند مقصد د رب العالمين ذات عبادت ټاكل كيږي نو لازمه ده چی لومړی د الله تعالی عبادت و پیژنو.


د الله تعالى عبادت څه ته ويل کيږي ؟
مفسرينو دعبادت بيل بيل تعريفونه كړي چې مقصد د ټولو يو دى عبادت د الله تعالی د معرفت په معنی عبادت له الله تعالى څخه د خوف( ویری په معنی عبادت د الهي اوامرو پر ځای کول او له نواهي وو څخه د اجتناب په معنی او یا هم د الله تعالی د رضا د حاصلولو په معنی دی، ابن قیم رحمه الله د عبادت د تفسیر په اړه فرمايي چې د الله جل جلاله د رضا لټون او له هغه څخه ويره او مغفرت غوښتل عبادت بلل كيږې.


د بخاري شريف حديث دی چې انما لا عمال بالنيات، عملونه په نیتونو سره دي، يعنې د اعمالو نتيجه يا عواقب د انسان په نيت پوري اړه لري که چيري د خير په کار کې د انسان هدف د الله تعالى رضا وي نو الله تعالى به خپله رضا ورنصيب کړي.


په پورتنی صفت کې انسان او پیری دواړه شریکان دي اوس د انسان يو بل مسؤليت ذکر کوو چي د هغه مسؤلیت په اساس انسان له جن څخه ځانګړې کيږي او هغه مسؤليت دى د ځمکي خلافت، الله تعالى ځمکې ته ۱۲۴ زره زیات کم پیغمبران خپل استازي راليږلي چي ټول يې انسانان دي او د يوه ايت په مفهوم كې الله تعالى انسان د ځمکې خلیفه یاد کړی دی په پیریانو کي هیڅ کوم نبي نه دى راليږل شوى.
د خلافت په مسؤليت سره انسان ته یو بل مهم مسؤليت ور له غاړي کيږي چي دا مسؤليت له پيريانو څخه هم انسان ځانګړی کوي.


هغه انسان چې د الله تعالی د بندګي او د ځمکې د خلافت په څير درانه پيټي يي په سر وي بيا به څنګه او ولي خپل قيمتي وخت او مهلت بي هدفه تيروي؟
هدف د ژوند هغه شاخیزونو یا مقاصدو ته ويل کيږي چي انسان يي د حصول په لټه کي وي.


مؤمن مسلمان لره پکار ده چي د ځان لپاره لوړ اهداف وټاكي داسي اهداف چې د ځان اخروي او دنيوي ګټې يي پکي نغښتې وي او دين، هيواد او ملت ته يې خير پکي رسيږي.
نيت: اهدافو ته د رسیدو مقصد يې باید د الله تعالى رضا وي.
که زدکړه ده، که د دين خدمت دی که د ملت خدمت که د حلال رزق ګټل او که له نورې نړۍ سره په قدرت، ثروت، او پرمختګ کي سيالې ده دا هر څه تر نیتونو پوري اړه لري که چيري نيت صادقانه د الله تعالى رضا وګرځول شي او د شریعت له اصولو سره سم هدف ته د رسیدو لار تعقيب شي ښه هدف او لار بلل كيږي.


د انساني ژوند بنسټ پر هدف ولاړ دی، او هدف لرل د بریا لپاره مهم اصل دی. که ژوند بې هدفه وي، انسان نه یوازې خپل وخت ضایع کوي، بلکې د خپل استعداد او وړتیاوو څخه هم سمه ګټه نه شي اخېستلای.
د هدفمند ژوند څو مهمې ګټې په لانديني ډول ذکر کوو.
۱: هدف انسان ته یو ټاکلی مسیر ورکوي، چې له بې‌لارېتوب، انحراف او له سرګردانۍ څخه یې ژغوري.
۲: هدف لرونکی انسان خپل وخت نه‌ ضايع کوي، بلکې هر ساعت د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.
۳: کله چې انسان خپل هدفونه ترلاسه کړي، د ځان پر وړتیاوو باور پیدا کوي او لا ډېر پرمختګ ته هڅېږي.
۴: هدف لرونکی انسان د ناهلۍ او بې‌معنی ژوند احساس نه کوي، بلکې د پرمختګ او لاسته راوړنو په لټه کې وي او په دې سره روحي سکون هم تر لاسه کوي.
۵: هدف انسان ته د تفکر او نوښت توان ورکوي، او د ستونزو لپاره نوي حل لارې پیدا کړي.


هدف د انسان د پرمختګ اساسي لامل دی، او هدفمند ژوند انسان ته خوشحالي، ثبات او لاسته راوړنې ورکوي. بې‌هدفه ژوند نه یوازې د فرد لپاره زیان لري، بلکې ټولنې ته هم تاوان رسوي. نو هر انسان باید د خپل ژوند لپاره واضح هدف وټاکي، پرې تمرکز وکړي، او د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړي.
“هدف لرل د بریا لومړنی شرط دی، او بې‌هدفه ژوند د فرصتونو د ضایع کېدو سبب ګرځي.

۱۸ اسفند | 9 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید