څلور غوره عملونه

لیکوال: منیر فاروقي

د حضرت ام المؤمنین حفصة رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې څلور عملونه همیشه کول او هيڅکله یې نه پرېښودل.
۱- د محرم الحرام میاشتې د لمسې ورځې روژه نیول، دا لسمه ورځ روژه به یې همېشه نیوله، چې مبارک علیه السلام د ژوند په اخري کال خلکو ته وویل: که کال ته ژوندی وم، نو د محرم نهمه ورځ به هم روژه نیسم، تر څو د یهودو سره مخالفت راشي، نو اوس علماء فرمایي، چې د یهودو سره د مخالفت په اساس د محرم د لسمې ورځې روژې تر څنګ باید نهمه یا یوولسمه ورځ هم روژه ونیول شي.
۲- د ‌‌ذوالحجې میاشتې لس ورځې روژې نیول، دا عمل به یې هم هر کال کاوه، په داسې طریقې چې نهه ورځې به یې پوره روژې نیولې او په لسمه ورځ به یې د قربانۍ تر سره کولو وخته پورې روژه نیوله، چې دا هم یوه مستحبه طریقه ده.
۳- د ایام البیض روژه نیول، دا عمل هم رسول الله صلی الله علیه وسلم همیشه کاوه. ایام البیض د میاشتې (۱۳-۱۴-۱۵) ته وایي، چې په دغو شپو کې رڼا ډېره وي یعنې سپوږمۍ پوره وي او رڼا یې ډېره جوړه کړې وي، نو ځکه ورته ایام البیض وایي، د هرې میاشتې په دغو دریو ورځو کې به رسول الله روژه نیوله.
۴- بل عمل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به همیشه کاوه، هغه دا و چې علیه السلام به هر سهار د فرض لمانځه څخه مخکې دوه رکعته لمونځ کاوه، کوم چې موږ او تاسو ورته د سهار دوه رکعته سنت مؤکد وایوو. د همدې دوه رکعته سنتو په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې دا دوه رکعته لمونځ د دنیا او ما فیها څخه غوره دی یعنې دې دنیا او چې څه په دې دنیا کې دي له دې ټولو څخه دغه دوه رکعته د سهار سنت لمونځ غوره دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی، هر چا چې د امت د فساد په دور کې زما یو سنت را ژوندی کړ یعنې عمل یې پرې وکړ؛ الله جل جلاله به د اویا (۷۰) شهیدانو اجر ورکړي.
نو راځئ مسلمانانو وروڼو! ډېرې مبارکې ورځې دي، نېکو عملونو ته کار ووایی او دغه طلايي وقت له لاسه مه ورکوئ، په دغو ورځو کې یو نېک عمل الله جل جلاله په څو چنده نېکو اعمالو آن تر(۷۰۰) نېکو عملونو هم حسابوي/بدلوي. الله جل جلاله دې موږ او تاسو ته په دغو ورځو کې د نېکو عملونو توفیق را نصیب کړي.

۲۳ خرداد | 3 دقیقه
کټګورۍها: دیني
دیدگاه تان را بنوسید