ټاپي پروژه د امنيت په برخه کې هم ستر رول لري

لیکوال: سعيد غلجی

حضرت ابراهيم عليه السلام چې کله د الله تعالی په حکم خپله مېرمن بي بي هاجره او خپل وړوکی زوی حضرت اسماعيل عليه السلام د مکې مکرمې په شاړه دره کې پرېښودل، نو دعا یې وکړه چې اې ربه! دا وطن په امن ولرې او اوسېدونکو ته یې مېوې ور روزي کړې.

نو امنیت د الله تعالی خورا ستر نعمت دی، چېرته چې امنيت نه وي، هلته هيڅ پرمختګ امکان نه لري، ځکه چې حتی د انسانانو ژوند لا په خطر کې وي، نو پرمختګ به څنګه وکړي.

اوس چې الحمدلله، له څلور لسيزو جنګ، جګړو او ناخوالو وروسته هېواد د امن ساه اخيستې او په ټول هېواد کې یو مستحکم، مرکزي حکومت قائم دی، نو د هر ډول پرمختګ لپاره زمينه برابره شوې، بايد له دغه فرصت څخه استفاده وکړو او د نړۍ د پرمختګ کاروان پسې ځان ورسوو. موږ د اوږدې مودې نا امنۍ له امله خورا زيات وروسته پاتې یو، اوس نو لازمه ده چې د کلونو کار په مياشتو او د مياشتو کار په اوونيو کې تر سره کړو.

که له دغه فرصته مو سمه استفاده ونه کړه، خدای مه کړه له کومې بلې ناخوالې سره مخ نه شو، ځکه دښمنان مو زيات دي او دا حالت یې نه راباندې پېرزو کيږي، نو پکار ده چې د ځان بسياينې، استحکام او پرمختګ په چارو کې خورا بيړه وکړو، تر څو چې دښمن کومه بله دسيسه جوړوي، بايد موږ په هره برخه کې ځان د خودکفايي تر دې حده رسولی وي، چې مخه يې ونيسو.

د افغان حکومت مشران هم په خورا مينه او جديت لګيا دي، نه شپه ګوري او نه ورځ، د هېواد د پرمختګ او خودکفايي لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، خدای دې همداسې ویښ او هڅاند لري. مګر حکومت بايد يوازې پرې نږدو، دا د ټولو افغانانو ګډ مسؤليت دی، چې د هېواد روانه بېړۍ تر ساحله ورسوو. هر افغان تر خپله وسه مسؤل دی، دا چې اوس لله الحمد؛ په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت او يو قوي نظام حاکم دی، نو افغان پانګوالو ته لازمه ده چې د نورو هېوادونو پر ځای خپله پانګه په خپله خاوره کې پر کار واچوي، د هېواد په بيا رغونه، ابادي او خودکفايي کې برخه واخلي او يو څو تنو بې وزله هېوادوالو ته د یوې ګولې رزق ګټلو زمينه برابره کړي. که افغان پانګوالو خپل دغه مسؤليت اداء کړ، نو حتماً به د ګاونډ، سيمې او نړۍ نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونه کوي او که خدای کول، افغانستان به د خپل ستراتيژیک موقعيت او د قېمتي موادو معدنونو پر اساس د صنعت او تجارت په مرکز بدليږي.

دا چې په هېواد کې د قوشتيپې غوندې لویه پروژه پيل شوه، ورپسې د لوګر د مس عينک پروژه پيل شوه او اوس دا دی د ټاپي پروژه هم پيل شوه، دا ډول سترې پروژې د پانګوالو لپاره د افغانستان پر موجوده امنيت او ثبات لا زياته د باور او اطمينان فضا رامنځته کوي او ورو، ورو به دلته نور پانګوال هم را مخه کوي او بې شمېره لویې او کوچنۍ پروژې به پيليږي، ان شاء الله.

بل خوا د مس عينک او ټاپي په شان لويې پروژې د افغانستان امنيت کې هم خورا مهم رول لري. ځکه چې د دغو پروژو له لارې نور هېوادونه هم د خپلو مشترکو ګټو پر اساس د افغانستان په ښه او بده کې ښکېليږي او هغوی به هم هڅه کوي، چې افغانستان همداسې با ثباته پاتې شي. نو څومره چې زيات خارجي پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوي، په هماغه اندازه زموږ امنيت هم ورسره قوي کيږي او د دښمنانو له دسيسو څخه به په امن کېږو.

اوس دا دی د ټاپي پروژه کې ترکمنستان، پاکستان او هندوستان هم له موږ سره شريک دي، نو که خدای مه کړه؛ په افغانستان کې څه نا امني او بې ثباتي راځي، نو حتماً د هغوی دغه ستره پروژه هم له خطر سره مخ کيږي. دغه راز؛ که دلته څه ستونزې رامنځته کيږي، نو د چين د مس عينک پروژه له ګواښ سره مخ کيږي، نو ځکه خو ياد هېوادونه تر يوه حده مجبور او مکلف دي، چې د خپلو اقتصادي ګټو پر اساس د افغانستان د امنيت او ثبات ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې افغانستان په کومه جدي ستونزه کې واقع شي.

دغه راز؛ په غير مستقيمه توګه د نورو هېوادونو له شرارت څخه هم تر يوه حده په امن کيږو، ځکه نور هېوادونه که زموږ خيال نه ساتي، خو د هغو هېوادونو خيال به ساتي چې افغانستان سره مشترکې ګټې لري، نو د هغوی د مشترکو ګټو له امله به پر موږ څه غرض نه لري.

خلاصه دا چې دغه ډول سترې پروژې پلي کول په اوږدمهاله توګه زموږ د هېواد امنيت تضمينوي، د مشترکو اقتصادي ګټو پر اساس نور هېوادونه زموږ په امنيت کې ښکیليږي، ښايي دښمن هېوادونه مو پر دوستانو بدل شي او که فرضاً پروژو کې ښکېلو هېوادونو سره مو څه ستونزه رامنځته کېدله، نو د فشار يوه آله به هم ولرو.

پر همدې اساس؛ ټاپي پروژه هم له خپلو پراخو اقتصادي ګټو ورهاخوا، د ګران هېواد د امنيت او ثبات په برخه کې هم خورا ستر رول لري. ان شاء الله؛ چې د دغې سترې پروژې په برکت به نورې ډېرې پروژې هم پيل شي او ډېر خارجي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته را وړاندې شي. نو که خدای کول، په دې توګه به زموږ امنيټ لا زيات ډاډمن او بالاخره به افغانستان د تل لپاره د جنګ جګړو او مقابلې له ډګر څخه راوځي او د يو با امنه، صنعتي او تجارتي هېواد په توګه به د سيمې په کچه د پانګونې پر ستر مرکز بدليږي.

۲۵ شهریور | 7 دقیقه
کټګورۍها: اقتصادي
دیدگاه تان را بنوسید