غزه لکه یوسف

لیکوال: محمد کامل وفا

د روژې مبارکې پر شلمه ورځ د پنجشنبې د سهار له لمانځه مخکې مې د کایناتو د ربﷻ د ستر کلام د دولسمې (12) سېپارې تلاوت کاوه، د خوږ کتاب د تلاوت په جریان کې مي ناڅاپه (سورة یوسف) د ربﷻ د حسین پیغمبر یوسف علیه السلام قصه چې رب العزتﷻ و خپل حبیبﷺ ته په احسن القصص یاده کړې مخې ته راغله،
ددې مبارک سورة په تلاوت مې چې  پیل وکړ څه آیاتونه مې تلاوت کړه ناڅاپه فلسطین (غزه) را یاده شوه، څه اندازه په فکر کې ډوب سوم په تلاوت کې مې وقفه راغله، وروسته مې له ځان سره وویل آه (غزه لکه یوسف) علیه السلام او بیا مې تلاوت ته ادامه ور کړه، د ځیني آیاتونو تلاوت دومره راته ګران شو چې هیڅ مې په لوړ اواز نه شو ویلئ، هسې به مې له ځان سره په زړه کې تلاوت کاوه دغه اندازه هم راته ګران و، په یو ځل  به مې نه شو ویلئ دوهم ځل به مې بیا شروع کړئ، دا سلسلې هم دغسې جریان درلود،
چې د سورة یوسف وروستني مبارکو آیاتونو ته راوسېدم تلاوت مې کاوه، نو زړه مې یو قسم خوشحالي او ډاډ حِس کاوه، خلاصه دا چې د غزې مثال لکه د یوسف علیه السلام داسې دی،
یوسف علیه السلام د ذوالجلال ربﷻ حسین پیغمبر چې ماشوم و، ډیر قوي وړونه یې درلوده یوسف علیه السلام به په نازیده چې دومره ډېر وړونه لرم هغه به تل زما ملاتړ کوي، خو هغو دومره ناځواني ورسره وکړه د دې پرځای چې د یوسف علیه السلام ننګه وکړي او هر وخت د هغه تر شا ودرېږي باالعکس هغه یې کوهي(څاه)  ته واچوی او بیا یې پر راغلي قافلې د غلام په حیث لیلام او وپلورئ،

او پر یوسف علیه السلام د ربﷻ لخوا ستر امتحانونه راغله:

1 لومړی د غلام په حیث پلورل کیدل او بیا د عزیز مِصر د ښځې په ستر دام کې لویدل  چې اللهﷻ په دې امتحان کې کامیاب کړئ،
2 او بیا خبره تر زندانه لاړه، او په دې ستر امتحان کې هم اللهﷻ کامیاب کړی،
دا هرڅه باندي یوسف علیه السلام  صبر وکړی، او ثابت قدم پاته شو، عزم یې مات نه شو
پایله یي دا سوه چې باالاخره خبره تر آزادۍ او تر بادشاهۍ ورسېده.

هم دا شان د غزې مظلوم اولس هم دا فکر کوو چې دا دومره ډېر عرب وړونه به یې په هر حالت کې کلک ملاتړ کوي او تر څنګ به یې ولاړ وي، څوک به برګ نه سي ورته کتلی خو دا ټولې هیلې او امیدونه یې په اوبو لاهو سوه، او غزه تنها پر میدان پاتې سوه د غاصبو اسرائیلو و ظلمونو، وحشتونو، بمباریو ته هغه د حُسن او ښکلا په ټول پوره غزه په یوه ورانه کنډواله بدله سوه، کنډر کنډر کورونه، وران او نړېدلي مسجدونه ګرد او غبار ټوله سیمه نیولې او هر طرف څخه د آه او فریاد غږونه پورته کېږي او بزدل دښمن یوه ذره رحم هم نه پر کوي ښځې، ماشومان، ځوانان، او بوډاګیان له یوه مخه قتلِ عام کوي
خو عرب شیخان دا هرڅه ویني او ننداره یې کوي، دا د دنیا په عیش او عِشرت مصروف عرب واکمنان پر غزې باندې د دې ستر ناورین په اړه یوه ترخه خبره هم نه کوي،
دا په فحشا او میلو مست عرب مکمل حیوان یو کباب کوي او خوري یې خو هلته د غزې ماشومان له لوږي خپل ژوند له لاسه ور کوي او شهیدانېږي او دوئ د اسلامي او انساني خواخوږۍ په نوم یوه خرما مرسته هم نه ورسره کوي، پاته لا دا چې دوئ یې ننګه وکړي او تر څنګ یې ودرېږي او نظامي ملاتړ یې وکړي،
خلاصه دا چې دا هرڅه د ستر ذات امتحان دی چې پر اسلامي امت راغلی،
خو د فلسطین د انبیاؤ علیهم السلام  د سرزمین غزې مظلوم اولس به خامخا بریا مومي او د اقصی خپلواکي به په خپل واکي اخلي دا معصومې وینې به ضرور رنګ راوړي ان شاء الله تعالی.

۳ فروردین | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید