تصور وکړه د قرطبې ښار په ۳۵۰ هجري کال کې، له دې مخکې چې عبدالرحمن الناصر وفات شي، یعنې له اوس نه څه باندې ۱۰۰۰ کاله مخکې.
په دې ښار کې داسې څه وو:
- پکې ۲۸ ښاري سیمې (محلې) وې، تصور وکړه چې ښار څومره پراخ و.
- ۱۳ زره کورونه پکې وو، داسې کورونه لکه نننۍ ویلاوې چې مخکې یې کوچنی باغچه هم درلوده.
- ۳ زره جوماتونه پکې وو.
- نیم میلیون اوسېدونکي پکې وو. قرطبه د نړۍ دویم لوی ښار و د نفوس له پلوه، لومړی ښار بغداد و چې ۳ میلیونه وګړي یې درلودل، درېیم ښار اشبیلیه و چې ۴ لکه وګړي یې لرل. دا ښارونه د نړۍ له لویو او متمدن ښارونو څخه وو.
- واټونه یې د ډبرو سره پوښل شوي وو، او قرطبه یوازینی ښار و په اروپا کې چې ټول واټونه یې د ډبرو سره فرش شوي وو.
- دا یوازینی ښار و په اروپا کې چې ټول واټونه یې په شپه کې روښانه وو، بې له کومې وقفې.
- مختلف تخصصي بازارونه پکې وو چې د اونۍ په اوږدو کې به فعال وو: د وسلو بازار، د سرو زرو بازار، د کتابونو بازار، د ګلونو بازار، د سبزیو او مېوو بازار، د حیواناتو بازار، د کیمیاوي صنایعو بازار، د درملو بازار او نور ګڼ بازارونه.
- علمي پوهنتونونه پکې وو، لکه “الجامعه الأمویة” او د قرطبې پوهنتون چې د هغه وخت د نړۍ تر ټولو غوره پوهنتون و.
- روغتونونه پکې وو. پاریس خپل لومړی روغتون له هغه وروسته جوړ کړ چې قرطبه کې له ۷۰۰ کلونو راهیسې روغتونونه جوړ شوي وو. قرطبه کې ۵۰ روغتونونه وو چې ځینې یې تخصصي وو، او ناروغان به د درملنې لپاره له ټولې اروپا څخه راتلل.
قرطبه د نړۍ د “جوهري ښار” په نوم یاده وه، او خلک (مسلمانان او غیر مسلمانان) به د سیاحت لپاره قرطبې ته تلل، څو د زهراء ښار، د قرطبې جومات، د قرطبې پل، د قرطبې کتابتون، او د قرطبې پوهنتون وویني.
تصور وکړه، دا ټول د اندلس په یوه یوازیني ښار کې وو، چې د پایتخت حیثیت یې درلود.
سرچینې:
- د اسلام کیسه / ډاکټر راغب السرجاني
دیدگاه تان را بنوسید