غزه غزه غزه!!!

لیکوال: مولوي احسان الله حارث

اه غزې! د جابرو یهودو په بارودو کباب سوې غزي، هغه غزه چې د مسلمانو پېغلو خویندو په عام محضر کې بې ستري او په جبر او ظلم باندي په شهادت رسیدل!!
هغه غزه چې یتیمو ماشومانو لا هغه مخکنی غم، درد او د سترګونم یې لانه دی وچ سوی، خو په داسي حال کې په شهادت رسېږي، چې یا د خپل باباجان، مورجانې، خورکۍ او یا ورورجان د شهادت او یا د ژوند قصې کوې!!!
هغه غزه: چې د حاکمو مسلمانانو په سترګو نه لیدل کیږې او نه یې د ژړاګانو ږغ اوري، نه یې په زړه کې دا ورګرزي چې دا خو هم مسلمانان دي راسه چې مرسته یې وکړو، د جابرو یهود د ظالمو لاسو څخه یې ازاده کړو.
بس نو زما د رب لایزال څښتن هغه قول رایاد سې.
چې فرمایې:

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 7]

خَتَمَ اللَّهُ عَلٰى قُلُوبِهِمْ وَعَلٰى سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلٰىٓ أَبْصٰرِهِمْ غِشٰوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

الله د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر ور وهلی دی او د هغوی پر سترګو یې پرده غوړولې ده او لوی عذاب ورته ټاکل شوی دی.
ای د غزې مظلومانو خویندو او وروڼو! قسم په الله که په دي دنيا کې خو لا د ځان لپاره یو خلاصونکې لاره لرم چې د غزې مظلومو خلکو ته یې وړاندي کړم! خو د محشر په ورځ د متعال رب څخه خو بلکل د خلاصیدو لاره نلرم.

ای د اسلام په جامه کې غرق فرق منافقانو حکمرانانو!
ای! د عربي نړۍ ټیکدارانو واکمنانو ستاسو څخه به قهار رب جل جلاله د غزې په اړه پوښتنه ونکړي هم تاسو به دغه شي پاته سئ? ستاسو سره به د حساب په ورځ حساب ونکړل سي?
دا ټول یوه ورځ پېښېدونکي دي داسي جهنم ته به ورسی، چې څومره فریاد او نارې کړی هغومره به مو عذاب درته الله تعالی زیات کړي.

افـــســـــــــــــوز!
زه خو د لیکلو او ویلو لپاره هېڅ نلرم خو د یو رب جل جلاله څخه به د نصرت غوښتنه کوم.

اللهم انصرالمسلمین والمجاهدین في کل مکان في کل زمان خصوصاً فی الفلسطین!

۲۹ اسفند | 2 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید